ایکناخبری آژانس راپور راکړ د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر بیګا په سورېئ کې د سولې د حاکمیّت د تعقیبونې په خاطر د آستانې د بهیر دضامینو هیوادونو داومې سرمشریزې په ګډ خبري کنفرانس کې په دغې ناستې کې د روسیې او ترکیې د ولسمشرانو د ګډون په ستاینې سره ووئيل په دغې ناستې کې د سورئې پر مځکنۍ بشبړتیا ددغه هیواد د ولسی حکومت پر حاکمیّت ټينګار وشو . د ایران ولسمشر زیاته کړې ، د سورئې دفرات په ختیځ کې د امریکایانو شتون په هرې پلمې سره چې وي ، هیڅ رواوالی نه لري اوباید له دغې سیمې ووځي او د سورئې درستې سیمې د دغه هیواد د ولسی او قانوني حکومت ترحاکمیّت لاندې ورشي .
هغه ووئيل ، په دغې ناستې کې په دغه ډګر کې د درستو هیوادونو پر ملګرتیا او له ترهه ګرۍ سره پر چورلټې مبارزې هم ټينګار وشو . هغه ددې خبرې پّ کولو سره چې نن سبا ترهه ګرو بهیرونو د سیمې امنیت له خطرې سره مخ کړی دی ، زیاته کړه ، درستو له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره هڅه کړې ده، نو ځکه ضروري ده ، هغه اندیښنې چې په سورئې کې په تیره بیا د ترهه ګرو دشتون په باب د ادلب په شان په سیمو کې کې شته دي ، دردستو هیوادونو په کلک هوډ سره ختمې شي . د اسلامی ایران ولسمشر جنرال شهید قاسم سلیمانی له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او دمقاومت او دریدا د سبمول پهتوګه یا دکړ او وې وئيل ، له ترهه ګرو بهیرونو سره داسلامی ایران جنانه مبارزه ، یوه بریالۍ تجروبه ده او حتما به له ترهه ګرۍ سره بې امانه او جدي مبارزه بریالۍ وي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دغه ګډ خبری کنفرانس کې دغه ناسته ډيره بریالۍ او مهمه وبلله او وې وئيل ، درې واړه هیوادونه سره یوه خوله دي چې دسورئې دبحران حل لاره ،یوازې په سیاسی لارو چاروسره ممکنه ده .
هغه د ملګروملتو د امنیت شورا ۲۲۵۴پریکړه لیک ته په اشارې سره او د سورئې حاکمیټ ،مځکنۍ بشبړ تیا او وحدت ته د احترام د اساسی اصولو دبشپر رعایتولو په ضروري بللو سره ووئیل ، د سورئې راتلونکی باید دسوریاوالو په وسیله او د پرَدیو له خوا له ډيکټیشن پرته انځور شي .
په دغه ګډ خبری کنفرانس کې همدرااز د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم پخپلو څرګندونو کې په ډاګه کړې ده ، په سیمې کې دبیلتون غوښتې او دترهه ګرو ډلګیو هیڅ ځاي نشته . هغه ووئیل ، دآستانې دب هیر د ضامنو هیوادونو په توګه باید ملګرتیاوې لاپراخې کړو او دخپلو ملګرتیاؤ په زیاتولو سره خپلو اصلي موخو ته ورسیږو. هغه په دوام کې ووظيل و هغه تر ټولو مهم شی چې د سورېئ امنیت واښي ، ترور دی او باید له وائي پی جي او پې کې کې او نورو ترهه ګرو ډلګیو سره دوامداره مباره وشي ، ځکه دوي په عراق کې خپلو بیلتون غواړو فعالیتونو ته دوام ورکوي .ترکیه له هغو ترهه ګرو سره چې لاسونه ئې دخلکو په وینو ککړ دي ، مبارزې ته دوام ورکوي او مونږ هیله مند یوو دسورېئ بحران ختم شي او په دې زمینې کې له یوه بل سره غوره سلامشورې وکړائ شو .